په ننګرهار ولایت کې د څو ولسوالیو تاریخي ځایونو جي پي ایس سروې او تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۴
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت تخنیکي ټیم، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت له ټیم سره په همغږۍ، د هسکې مېنې، دوربابا، لعلپورې، پچيراګام او مهمندرې ولسوالیو تاریخي ځایونو جي پي ایس ټکي ثبت او ابتدایي تخنیکي سروې ترسره کړه.
یادې سیمې د افضل غازي بابا، میاتر خان بابا، میاجي بابا، میا بابا، میاجر بابا، پاپین بابا، دوربابا زیارت، دوربابا پخوانۍ سمڅې، غازي چکنور ملا صاحب زیارت، غازي ایمل خان بابا زیارت، باسول کلي لرغونې سمڅۍ، هارون بابا زیارت، غازي امان الله خان د لومړۍ وینا څلی، غازي عبدالکریم خان زیارت، توپچي بابا زیارت او حاجي کم بابا زیارت شامل دي، چې ټول د افغاني معمارۍ ارزښتناک تاریخي آثار ګڼل کېږي.
همداراز، د تخنیکي ټیم له خوا د سیمې خلکو او مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د یادو تاریخي ځایونو ساتنه وکړي، د ویجاړېدو مخه یې ونیسي او د هېواد فرهنګي میراث خوندي پاتې شي.
