په پکتیکا ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۰۸/۱۳
په پکتیکا ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې د ولایت د محترم مقام د استازي، د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو محترم رئیس د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ ریاست محترم رئیس او د قومي مشرانو په شتون پیل شوې.
د یادو مراسمو پر مهال، د پکتیکا ولایت مرستیال والي وویل، چې د مهاجرینو ښارګوټی د راستنېدونکو کډوالو د دایمي استوګنې لپاره په منظم او پلان شوي ډول جوړېږي، څو هغوی وکولای شي له بنسټیزو اسانتیاوو لکه سرپناه، د څښاک پاکو اوبو، سړکونو او نورو ټولنیزو خدمتونو څخه برخمن شي.
په همدې مراسمو کې، د کور او ښار جوړولو رئیس وویل، چې د خط اچونې له بهیر سره به د اصولو او ټاکل شوو معیارونو له مخې هرې مستحقې کورنۍ ته ځمکه ووېشل شي او هڅه به وشي چې د ښارګوټي د رغونې چارې په چټک او معیاري ډول پر مخ ولاړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې له پیل سره به سلګونه راستنېدونکې کورنۍ د دایمي استوګنې لپاره خپله برخه ځمکه ترلاسه کړي، چې دا به د مهاجرینو د استوګنې د ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
