په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۸/۶
د ښاري تخلفاتو د رمخنیوی او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند ټیم، د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوندو سیمو (کارته مامورین، کارته سخي او کوټه سنگي) څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت پر مهال د ودانیزو پروژو ارزونه وشوه او هغو مالکینو ته بیا پوهاوی ورکړل شو چې لا یې خپل اسناد او جوازونه د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته نه وو سپارلي. له یادو مالکینو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد ژر تر ژره وړاندې کړي، تر څو له منظور شوو پلانونو سره د سمون په صورت کې یې ارزونه وشي او د هر ډول تخلف په تثبیت سره، قانوني پرېکړه ترسره شي.
یاد نظارت د دې لپاره ترسره شو، تر څو د ښارسازۍ قوانین مراعت شي، پروژې د منظور شوو پلانونو له مخې تطبیق شي او د ناقانونه ودانیزو چارو مخه ونیول شي.
