د مهاجرینو د دایمي استوګنې لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۰
هېواد ته د راستانه شوو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې د برابرولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیرالحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر الحاج مولوي عبدالمجید اخندزاده، د کډوالو چارو وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت، د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست، د اوبو رسولو امارتي شرکت، د چاپېریال ساتنې ریاست او د استخباراتو عمومي ریاست محترمو استازو هم ګډون کړی وو.
په ناسته کې، د مهاجرینو د دایمي استوګنې اړوند پر مهمو تخنیکي او اداري موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل.
د نمرو د مساحت تغیرات، د ښارګوټو د پلانونو تعدیل، د تخنیکي ټیمونو د چارو چټکتیا، د مهاجرینو د لیستونو شریکول، ښارګوټو کې د څښاک اوبه برابرول، د عامه خدمتونو لکه جوماتونو، ښوونځیو او کلینیکونو جوړول، د ولایتونو د لومړیتوب ټاکنه او د پروسو دقیقه څارنه هغه اساسي موضوعات وو، چې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني یې په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د مهاجرینو د دایمي استوګنې پروسه باید په شفاف، منظم او چټک ډول پر مخ یووړل شي، تر څو راستنېدونکي هېوادوال وکولای شي له اساسي خدمتونو برخمن او د باعزته ژوند زمینه ورته برابره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي، تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي، او د نمرو د وېش لپاره مناسب بستر برابر کړي.
