د میدان وردګ پوهنتون د فرعي سړکونو د پروژې څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۷/۶
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د پوهنتون د فرعي سړکونو د پروژې د اجرايي چارو څارنه ترسره شوه، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د لومړي درېیم او څلورم سړک په اوږدو کې جدول نصب کول بشپړ شوي او د څلورم سړک دویمه طبقه بشپړه شوې او د اسفالت لپاره چمتو ده، چې د کانکریټ د جوړولو چارې په ورځني ډول روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د زیربنایي پروژو د معیاري تطبیق او د سړکونو د کیفیت د تضمین لپاره په دوامداره توګه د پروژو څارنه کوي ترڅو ټولې چارې د منظور شوو نقشو تخنیکي معیارونو او نافذه اصولو سره سم ترسره شي.
