د غزني ولایت د عیدګاه جومات د دیوال د سنګکارۍ چارو څخه تخنیکي لیدنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۲۷
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس په وینا، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عیدګاه جومات د دیوال د سنګکارۍ له روانو چارو څخه تخنیکي لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې پر مهال، د هوا د یخوالي له امله قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د یخ وهلو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي او د ودانیزو چارو کیفیت خوندي وساتل شي.
همدارنګه، د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې هغه کانکریټ چې د سنګکارۍ پر سر اچول شوی، د کرش (جغل) مقدار پکې کم دی.
له همدې امله، پرېکړه وشوه چې یاد کانکریټ تخریب او د لازم تدابیرو تر نیولو وروسته، د ټاکل شوي مارک مطابق، د نظارت کوونکي انجنیر تر مستقیم نظر لاندې بیا ځلي واچول شي، تر څو کارونه د معیارونو سره سم او په معیاري ډول ترسره شي.
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تاریخي او دیني ودانیو د ساتنې، بیا رغونې او معیاري جوړښت په موخه، د ساختماني پروژو دوامداره تخنیکي څارنه کوي، د عیدګاه جومات د دیوال د سنګکارۍ پروژه هم د همدې هڅو برخه ده، چې موخه یې د یاد تاریخي عبادتځای ساتنه او پیاوړتیا ده.
