د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د نقشې خلاف ودانیزې چارې ودرول شوې
۱۴۴۷/۰۶/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښار د ودانیزو چارو د څارنې تخنیکي ټیم د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمو ته ورغلی او د ودانیزو چارو وضعیت یې ارزولی دی.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل، د څارنې په جریان کې څرګنده شوې چې په یو شمېر ودانیو کې ودانیزې چارې د منظور شوې نقشې خلاف روان وو، چې له همدې امله د یادو ودانیو کارونه په رسمي ډول درول شوي دي.
د نوموړي په خبره، تخنیکي ټیم د کورونو مالکینو ته سپارښتنه کړې چې خپلې منظور شوې نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وړاندې کړي، څو ودانیز فعالیتونه د قانوني چوکاټ په رڼا کې تنظیم شي، همداراز د لیدنې پر مهال د سیمې اوسېدونکو ته د ښاري سرغړونو د مخنیوي، د نقشې د رعایت او د ښاري نظم د خوندي کولو په اړه لازم معلومات هم ورکړل شول.
وزارت په منظم ډول ښاري سیمې څاري څو ودانیز کارونه د قانوني نقشو، تخنیکي معیارونو او ښاري نظم سره سم ترسره شي او د بې نظمۍ، سرغړونو او ناهمغږیو مخه ونیول شي.
