په بدخشان کې د انجنیرانو لپاره د ټوتل سټېشن عملي روزنه بشپړه شوه
۱۴۴۷/۰۶/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس انجینر حافظ محمدیوسف لطیف وایي چې د دې ریاست مسلکي ټیم د بدخشان ولایت مرکزي ولسوالۍ ته د تخنیکي انجنیرانو د عملي روزنې لپاره استول شوی و، یاد پروګرام د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د وړاندیز او د وزارت محترم مقام د حکم پر اساس ترسره شو.
ښاغلي انجنیر لطیف وویل،روزنه د ټوتل سټېشن په وسیله د سروې عملي کارونو په برخه کې ترسره شوه او د انجنیرانو تخنیکي ټیم یې په بریالیتوب بشپړه کړه، دغه روزنیز پروګرام د انجنیرانو د عملي، مسلکي او تخنیکي ظرفیت د لوړولو په موخه ترتیب شوی و.
د کور او ښار جوړولو وزارت تل هڅه کوي چې د خپلو تخنیکي کارکوونکو وړتیاوې لوړې کړي، او په بدخشان کې دغه روزنه د همدې پالیسۍ دوام بلل کېږي.
