د نیله باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی انجنیر عبدالوهاب صدیقي او د دې وزارت اړوند یو شمېر انجینرانو په ملتیا د کابل په نیلهباغ او قطري ښارګوټي کې د استوګنیزو بلاکونو د پروژو د تطبیق بهیر څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.
محترم مولوي صابر د دې پروژو د کار کیفیت، پرمختګ او د ودانیزو چارو د ترسره کولو څرنګوالی له نږدې وګاټه او اړین هدایات یې ورکړل.
د مسؤلینو په وینا، د پروژو کار د تخنیکي معیارونو مطابق په منظم ډول روان دی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د ګټې اخستنې لپاره پرانیستل شي.
د مسکن محترم مرستیال د پروژو د پرمختګ له وضعیت څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له مسؤلینو وغوښتل چې هڅه وکړي ترسره کېدونکي کارونه په اړینو معیارونو بشپړ او د هېواد د خلکو په خدمت کې وړاندې شي.
یاده دې وي چې د قطري ښارګوټي د استوګنیزو بلاکونو ودانیزې چارې ۹۵ سلنه او د نیله باغ پروژې کار هم تر ۵۵ سلنې ډېر پرمختګ کړی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې دغه پروژې د معیاري، باکیفیته او د هېواد د وګړو لپاره مناسبې استوګنیزې پروژې په توګه بشپړې او د ګټې اخستنې لپاره چمتو کړي.
