په غزني کې د مهاجرينو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۶/۴
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرينو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په رسمي ډول پیل کړې، د پرانستې په مراسمو کې، د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي بلال متقي، د مهاجرينو محترم رئیس، د کلیو او پراختیا محترم رئیس، د وزارت تخنیکي ټیم او د دواړو ریاستونو انجنیرانو پکې ګډون کړی و.
مولوي بلال متقي د پرانېستې په وینا کې وویل چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو موخه د بېرته راستنو شوو کورنیو لپاره معیاري استوګنځای برابرول، د ښاري خدمتونو ښه والی، او د بنسټیزو پروژو له لارې د ښاري ودې پیاوړتیا ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د ښارګوټي د پلان جوړونه او نقشه بندي د مسلکي انجنیرانو له لوري د تخنیکي معیارونو مطابق ترسره کېږي، څو د راستنو شوو کورنیو اړتیاوې په اغېزمن ډول پوره شي.
د غزني ولایت په مهاجرينو ښارګوټي کې د خط اچونې پروژه د بېرته راستنو شوو کورنیو د اسکان د ستونزو د حل لپاره پلې کېږي. دا پروژه به د معیاري استوګنې تر څنګ اقتصادي او ټولنیزې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
