د لوګر پوهنتون د نړېدلي دیوال د بیا رغونې چارې د نږدې وڅارل شوې

org_admin
Sun, Nov 23 2025 12:39 PM
لوګر

۱۴۴۷/۶/۲

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي زاهد وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د لوګر پوهنتون د هغه دیوال د ترمیم بهیر له نږدې وڅاره، چې د  سختو سېلابونو له امله د پوهنتون د شمالي برخې په امتداد نړېدلی و.

ښاغلي مولوي زاهد وویل، ګډ پلاوی چې د لوګر ولایت مقام، د کور او ښار جوړولو ریاست، د اقتصاد ریاست او د ټولګټو چارو ریاست استازې پکې شامل ول د بیا رغونې د کارونو کیفیت، د نقشي تطبیق او د معیاري موادو د کارونې څرنګوالی وارزاوه.

د نوموړي په خبره،  چې د یاد دیوال بیا رغونه د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې بودیجې له مخې عملي کېږي او تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې دا پروژه د لازم دقت، معیاري او لوړ کیفیت سره بشپړه شي، څو د پوهنتون د امنیت ساتنې، محوطې د خوندیتوب او د چاپېریال د تنظیم لپاره یو پایدار جوړښت رامنځته شي.

لوګر پوهنتون د ولایت مهم تعلیمي بنسټ دی چې د ساتنې تاسیساتو پیاوړتیا ورته حیاتي ارزښت لري.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

3 weeks 6 days ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new