د اسنادو د تکمیل پروسې د چټکتیا او اسانتیا لپاره ناسته وشوه
۱۴۴۷/۵/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ یوه بله تعقیبي ناسته ترسره شوه چې پکې د اسنادو د بشپړولو د پړاوونو د لا لنډولو، ساده کولو او معیاري کولو پر چارو بحث وشو.
محترم مرستیال په خپلو څرګندونو کې وویل، اداري کړنلاره باید د اوسنیو اړتیاوو سره سم بدله، منظمه او چټکه شي، څو د وزارت ټولې چارې په کم وخت، روڼتیا او اغېزمنتیا سره پرمخ ولاړې شي.
نوموړي یو ځل بیا د یوې کړکۍ سیسټم پر فعالېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید د غیر ضروري کاغذي اسنادو د کارولو پر ځای د اسنادو برېښنايي سیسټم پراختیا ومومي، څو د وخت او لګښت سپما وشي او د خلکو ستونزې راکمې شي.
ښاغلي خروټي همدارنګه یادونه وکړه، چې د اداري څانګو ترمنځ همغږي باید لا زیاته شي او هره ترلاسه کېدونکې اړتیا دې د دقیقې ارزونې له لارې مشخصه شي، څو د بیت المال د ضایع کېدو مخنیوی وشي.
د ناستې ګډونوالو د خپلو اړوندو ریاستونو د اسنادو د بشپړولو اوسنی وضعیت شریک کړ او د اسانتیاوو، اصلاحاتو او چټکتیا په تړاو یې خپل نوي وړاندیزونه شریک کړل.
ښاغلي مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي هیله څرګنده کړه، چې د اسنادو د پروسې د میکانیزم په نوي کولو، د کاغذي کړنو په کمېدو او د یوې کړکۍ د خدمتونو په پراخېدو سره به اداري بهیر د پخوا په پرتله څو برابره چټک، شفاف او اسانه شي.
