د غورماچ ولسوالۍ تفصیلي اصلاحی تعدیلي پلان تصویب شو
۱۴۴۷/۰۵/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیرالحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ تفصیلي اصلاحی تعدیلي پلان لاسلیک کړ.
یاد پلان چې د نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکې لپاره ترتیب شوی، د سیمې د ښاري نظم د رامنځته کولو، د عامه خدمتونو د معیاري کېدو، او د راتلونکو پراختیايي پروژو د سم تطبیق لپاره یو مهم تخنیکي سند ګڼل کېږي.
د پلان له مخې به د غورماچ ولسوالۍ د سړکونو شبکه، عامه تاسیسات، اقامتي ساحې او د ښار عمومي جوړښت د نوو تخنیکي اصولو او د ښار جوړولو معیاري لارو پر بنسټ ترتیب شي، همدارنګه دا پلان به د تخریبي ودانیو مخنیوی، د نفوس مناسب وېش، او د ښاري خدماتو منظم توزیع تضمین کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د ښاري پراختیا د معیاري پلانونو د تطبیق لپاره پر دوامداره کار ټینګار کوي، او د غورماچ ولسوالۍ لپاره د دغه پلان تصویب د ښاري ودې او نظم لپاره نوې مرحله ګڼل کېږي.
