په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۷/۰۵/۲۰
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د بندر د جومات د اعمار له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې ساحه او موجود مواد وکتل شول او قراردادي شرکت ته د کار د کیفیت د ښه والي او د معیاري اصولو د مراعت په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
مسؤلینو ټینګار وکړ چې د پروژې ټول اسناد، پلانونه او تخنیکي مشخصات دې پر وخت وړاندې شي او د سفتۍ ټول اصول دې په دقت سره مراعت شي.
د کور او ښار جوړولو ریاست زیاتوي، چې ټول کارونه به د تخنیکي ټیم تر دوامداره څارنې لاندې ترسره کېږي، څو پروژه په معیاري توګه بشپړه شي.
