د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!

org_admin
اطلاعیه

د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د ایوګار کالپ ساختماني شرکت له لوري تطبیق کېږي، د نوو او پخوانیو مشتریانو لپاره ځانګړی تخفیف وړاندې کوي:

۱ – هغه مخکیني مشتریان چې قسطونه پرې پاتې دي او یا هغه نوي مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته که په لومړۍ میاشت کې پاتې قسطونه تحویل کړي او یا خریداري وکړي، له څوارلس ۱۴ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

۲ – هغه نوي یا پخواني مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته په دوهمه میاشت کې قسطونه تحویل کړي او یا نوي خریداري وکړي، له نهه ۹ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

۳ – او هغه نوي یا پخواني مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته په درېیمه میاشت کې خریداري وکړي او یا پاتې قسطونه تحویل کړي، له څلور ۴ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

بناءً د دغې خبرتیا له خپرېدا وروسته دې هغه کسان چې قسطونه پرې پاتې دي، خپل قسطونه تحویل کړي او نوي کسان دې خریداري وکړي او له پورته ذکر شوي تخفیف څخه دې برخمن شي.

د تخفیف موده کمه ده او تر درې میاشتو دوام کوي.

البته هغه کسان چې قسطونه پرې پاتې دي، د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته دې تر څلورو میاشتو خپل پاتې قسطونه تحویل کړي او د نه تحویلۍ په صورت کې راتلونکی مکلفیت هغه ته متوجه دی او بیا د شکایت حق هم نه لري.

1404/7/27   -----     1447/4/26

 

Minister of Urban Development and Housing

2 weeks 2 days ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new