په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې ټینګار وکړ.
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیفالعمر وویل، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د پروژې له بېلابېلو برخو څخه د کیفیت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
نوموړي زیاته کړه، چې په ساحه کې د تعلیم او تربیې پوهنځي تر څنګ د پلې لارو د هوارۍ چارې، د لومړي فرعي سړک په غاړه د ویالې د اوسپنې اچونه، د درېیم فرعي سړک د سطحې برابرول، او د پلې لارو د بيس کورس خاورې د کیفیت د ارزونې ازموینې روانې وې.
مولوي سیفالعمر ټینګار وکړ چې دا لیدنه د پوهنتون د زیربنایي تاسیساتو د پروژې د منظمو څارنو یوه برخه ده، ترڅو د کارونو چټکتیا، د کیفیت خوندیتوب او د پلان تطبیق تضمین شي.
د کور او ښار جوړولو ریاست ډاډ ورکړی چې د ټولو پرمختیایي پروژو څارنه به په دوامداره ډول ترسره کېږي، څو د ملي پرمختګ پروژې د لوړې کچې کیفیت او دوام ولري.