د ارزګان ولایت د مرافعې محکمې اړوند د دریو اوطاقونو د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابواحمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې اړونده د درې بابو اوطاقونو د ساختماني چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
ښاغلي ملا اب احمد وویل،د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د یادو اوطاقونو ساختماني چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې کارونه یې روان دي. تخنیکي ټیم د ترسره شویو او روانو کارونو د کیفیت او معیار ارزونه وکړه، او اړوندو مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وړاندې شوې.
د نوموړي په خبره،د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتننه وشوه، چې د ژمي د رارسېدو له امله باید پاتې کارونه په چټکۍ او معیاري ډول ترسره شي، څو پروژه پر خپل وخت بشپړه شي او د استفادې لپاره چمتو شي.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه تاسیساتو او حکومتي ودانیو د کیفیتي پرمختګ او انجینري معیارونو د پلي کولو لپاره په دوامداره توګه له بېلابېلو پروژو څارنه کوي. د مرافعې محکمې اړونده د دریو اوطاقونو پروژه هم د همدې لړۍ یوه برخه ده، چې موخه یې د عدلي او قضایي چارو د لا ښه اسانتیا رامنځته کول دي.