د نوي کابل ښار د ماسټر پلان او ساختاري پلان د تطبیق او ورته والي په تړاو مسلکي بحث وشو

۱۴۴۷/۴/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د دغه وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او د وزارت د بېلا بېلو ریاستونو مسلکي او متخصص کسانو، انجنیرانو، مهندسانو او ښارجوړوونکو، د نوي کابل ښار د ماسټر پلان او ساختاري پلان د تطبیق او ورته والي په معلوماتي پرزنټېشن کې ګډون وکړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، دا یو تاریخي فرصت دی چې موږ ټول سره کېنو، نظرونه تبادله کوو، او ډاډ ترلاسه کوو چې دا پلانونه نه یوازې پر کاغذ، بلکې په واقعي ژوند کې هم د تطبیق وړ دي.
ښاغلي وزیر وویل، د هرې برخې – تخنیکي، ټولنیز، چاپېریالي او کلتوري – تخصصي نظریات د زیات ارزښت وړ دي، چې په وینا یې باید یو ټولمنلي، عادلانه او پراخ بنسټه ښاري پرمختګ پر لور گام پورته شي.
نوموړي زیاته کړه، موخه دا ده چې یاد پلانونه وڅېړل شي، د پياوړتیا او کمزورتیا ځایونه یې په نښه شي او له مخې یې د یو معیاري، منظم او د راتلونکي لپاره د چمتو ښار په جوړولو کار وشي.
یاد پرزنټېش د جامع پلان ریاست اړوند هر یو محترم انجنیر مهدي الهام او محترم انجنیر محمد نور امیني له لوري وړاندې شو، چې وروسته بیا د بېلا بېلو ریاستونو اړوند متخصص او مسلکي کسانو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
د کور او ښار جوړولو وزارت دا معلوماتي پرزنټېشن د نظریاتو، همکاریو او نوښتونو لپاره یو اغېزناک ګام ګڼي او تمه لري، چې د یو منظم او معیاري ښار لپاره ستر عملي او اغېزمن ګامونه پورته شي.