په زابل کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۱۵
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز قلات په اړوند سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې پرمخ وړي.
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حاجي ملا دادګل مسلم وایي، تر دې دمه د یاد ښارګوټي شاوخوا ۲۰۰۰ جریبې ځمکې خط اچونه شوې او نیمایي برخه یې لا پاتې ده چې ژر به د پاتې برخې خط اچونې چارې هم ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه چې د مهاجرینو یاد ښارګوټی به په ټولیز ډول د ۴۳۳۰ جریبه دولتي ځمکې په مساحت کې جوړ شي او د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره به په خپل وخت وویشل شي.
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بیلابېلو پروژو د معیاري پلي کېدو ترڅنګ د مهاجرینو د استوګن ځایونو د جوړولو او تنظیمولو لپاره هم هڅې کوي، چې د قلات اړوند د مهاجرینو ښارګوټی د دغو هڅو یوه مهمه بېلګه ده.