په ارزګان کې د مرافیعې محکمې د درې اطاقونو د چت بندۍ کارونه وڅارل شول

۱۴۴۷/۰۴/۰۹
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي چې د دې ریاست اړوند مسلکي انجینري ټیم د ساختماني چارو د ارزونې په موخه د مرافیعې محکمې اړوند درې اطاقونو له پروژې څخه څارنه وکړه.
ښاغلي ملا ابو احمد وویل، د یادو اطاقونو د چت بندۍ کارونه روان دي، د څارنې پر مهال د اړوند شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د ساختماني موادو د کیفیت په لوړتیا کې جدي پاملرنه وکړي او ټول کارونه د انجنیري اصولو او معیارونو پر اساس پرمخ یوسي.
د نوموړي په خبره،ټینګار وشو چې اطاقونه باید په منظم او معیاري ډول ورغول شي ترڅو د ودانۍ دوامدارې ګټې خوندي پاتې شي.
د یادولو وړ ده، چې د څارنې موخه د دولتي پروژو معیاري تطبیق او د عامه شتمنیو خوندي ساتل دي.