په میدان وردک کې د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۱۸
د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو له روانو چارو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړې ده.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، په ساحه کې د اوبو د وتلو د اسانتیا لپاره د ویالو د جوړولو په موخه ځمکه ژوره او تپک شوې او د بولډر اچونې چارې ترسره شوې دي او همدارنګه د نورو فرعي سړکونو د جوړولو لپاره بېکاره مواد له ساحې انتقال شوي او پر ځای یې سیندیز جغل خپور شوی دی چې د سړکونو د سطحې د برابرولو په موخه ځینې برخې ژورې او ځینې ډکې شوې دي.
د نوموړي په خبره، اوس مهال د ویالو د جوړولو چارې د بې سیخه کانکریټ اچونې په مټ دوام لري او په هغو برخو کې چې دغه کار بشپړ شوی، د سیخ لرونکي کانکریټ اچونې لپاره د سیم تاوۍ چارې پرمخ ځي.
د یادولو وړ ده، د پوهنتون اړوند سړکونه او پلې لارې د محصلینو او استادانو د تګ راتګ لپاره بنسټیز اهمیت لري چې د دې پروژې بشپړېدل به د ترافیکي ستونزو د کمېدو، د اوبو د سمې وتنې او د زده کوونکو لپاره د اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.