د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د ګبیوني دېوال د جوړېدو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۷
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سپین بولدک ولسوالۍ په ساحه کې د پېښو سره د مبارزې ریاست اړوند د ګبیوني دېوال د جوړېدو له پروژې څخه لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي سعید وویل، په یاده لیدنه کې د پېښو سره د مبارزې ریاست محترم رئیس الحاج قاری عبدالسلام عمري، د وقایې خطر کمونې مدیر او د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو ګډون درلود، چې په ساحه کې د نقشې مطابق کندن کاري ترسره شوې وه او د ښه کیفیت ډبرې راوړل شوې وې.
د نوموړی په خبره، مسوول انجنیر ته لارښوونه وشوه چې د ډبرو په اندازو او کیفیت کې جدي پام وکړي، او ټینګار وشو چې ټول کارونه د نقشې، او د ناظر انجنیر په مشوره پرمخ یوسي.
د یادولو وړه ده، چې د سیمې د استنادي دېوالونو په جوړېدو سره به د سېلابونو او نورو احتمالي پېښو د زیانونو مخنیوی وشي.