د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند د ودانیو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په لارښونه تخنیکي ټیمونو د هرات ښار د شپږمې ناحیې له ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وویل،، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې ډېری جوړښتونه د اړوند ادارې د تصویب شوو نقشو سره سم پر مخ روان دي، خو په ځینو مواردو کې ودانۍ د اړوندې ادارې له تأیید شوې نقشې پرته په اعمار شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت او اړوند ریاستونه په ټول هېواد کې د ښار جوړولو پروژې د تنظیم او د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي په موخه منظمه څارنه کوي.