د نرخ ولسوالۍ د خورقي پُل له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۱۴
میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوې پروژې له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي سیف العمر وایي، د نرخ ولسوالۍ د خورقي پُل د کانکریټ اچولو چارې په بریالیتوب بشپړې شوې دي او په همدې موخه یې ځانګړی تخنیکي ټیم سیمې ته د څار په موخه استولی و.
نوموړی وایي، د څارنې پر مهال د قراردادي شرکت د کاري پروسې دقیقې معاینې ترسره شوې ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د کانکرېټ د خوندیتوب او دوام لپاره لازم تدابیر په سمه توګه عملي کېږي.
هغه وایي، قراردادي شرکت ته د چارو د دوام، د موادو د کیفیت د ټینګښت، او د کار د معیارونو د رعایت په اړه ځانګړې لارښوونې وشوې.
دغه ګامونه د پُل د اوږدمهاله مقاومت او د احتمالي زیانونو مخنیوي لپاره اړین ګڼل شوي دي.