په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار له روانو کارونو څخه نظارت وکړ.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، یاده پروژه د انجنیري نقشې او معیاري اصولو مطابق پرمخ روانه ده، او قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې چې پاتې چارې د نقشې او انجنیري نورمونو سره سم ترسره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.