په اطغر ولسوالۍ کې د GH روغتون لپاره ۵ جریبه ځمکه سروې او سکېچ شوه

۱۴۴۷/۱/۱۹
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د اطغر ولسوالۍ لپاره د GH روغتون د جوړېدو په موخه ۵ جریبه ځمکه تعین، سروې او سکېچ کړه.
د یاد ریاست محترم رئیس الحاج ملا دادګل مسلم وایي، یاده ځمکه د زابل د عامې روغتیا ریاست د غوښتنې او د ولایت د محترم مقام د حکم پر بنسټ سروې او تثبیت شوه، او وروسته یې د نورو اړینو اقداماتو لپاره د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي تاسیساتو او عامه ګټو پروژو د پیل لپاره په ټول هېواد کې د ځمکو سروې، ډیزاین او سکېچ چارې پرمخ وړي، ترڅو ښاري نظم ته دوام ورکړي او پرمختیايي خدمات چټک شي.
د یادولو ده، یاد روغتون به د اطغر ولسوالۍ اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي او یوه مهمه اړتیا به پوره شي.