د پنجشېر بهارک ولسوالۍ کې د سوداګریز مارکېټ له چارو څارنه او ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۷
پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د مندوی ښار په سیمه کې د تجارتي مارکېټ د ودانۍ د جوړولو پروژه وڅارله.
ښاغلی انجنیر نورزاد وایي، دا پروژه چې د بهارک ښاروالۍ له خوا تمویل او د قطب شمال ساختماني شرکت لخوا تطبیقېږي، د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره یوه مهمه پانګه بلل کېږي.
نوموړی وایي، د یادې پروژې بودجه ۱۱،۲۵۸،۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې او مساحت یې ۲۸۸ متره مربع دی.
د هغه په خبره، د پروژې د اوسني پړاو په اړه څارنې ښيي، چې د ودانۍ د دېوالونو د ډبرو کار روان دی او په تړاو یې قراردادي شرکت ته ځانګړې لارښوونې ورکړل شوې چې د اوبو د ایستلو او د بنسټونو د خونديتوب اړوند اقدامات په جدي ډول عملي کړي.
ښاغلی انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، سربېره پر دې، د کار د پرمختګ دوامداره څارنه د دوی د مسلکي ټیم له لوري ترسره کېږي، چې پروژه په ټاکلي وخت او د غوره کیفیت سره بشپړه شي.