غزني کې د راستنېدونکو کډوالو د الف فورم د ثبت او راجستر پروسه پيل شوه
۱۴۴۶/۱۰/۱۸
غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، په دغه ولایت کې یې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د الف فورم د ثبت او راجستر پروسه پیل کړه.
ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې یې یاده پروسه پیل کړه او هڅه کوي چې په بشپړ شفافیت سره یې سرته ورسوي.
نوموړی وایي، د بېلا بېلو ادارو د استازو په شتون کې د کور او ښار جوړولو وزارت څخه د ور استول شوو لیستونو مطابق یې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د الف فورم د ثبت او راجستر پروسه پيل کړه.
هغه وایي، یاده پروسه به په لنډ وخت کې بشپړه کړي او د وروستیو اقداماتو لپاره به لاره پرانیزي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، چې د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره یې په ټول هېواد کې تراوسه (۶۰) ښارګوټي جوړ کړي او د لا زیاتو ښارګوټو د جوړولو په لټه کې دی.
