د نیله باغ استوګنیزې پروژې د دوهم فاز په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۰/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په کابل کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې له روانو چارو څارنه وکړه.
په دغه څارنه کې ښاغلي شیخ حمد الله نعماني د نیله باغ پروژې د ودانیزو چارو پر مخ وړونکي (ایم، سي، سي ۱۹) ساختماني شرکت له محترم رئیس (لي لونګ) سره هم وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
دواړو لوریو، د روانو چارو په بشپړېدو، د روان کال په کاري پلان او راتلونکي پلان خبرې وکړې.
دغه راز، د څارنې په بهیر کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې د دوهم فاز د عملي چارو د پیلولو په تړاو هم خبرې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دغې پروژې د چارو پرمختګ برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په دوهم فاز کې مسجد شریف، کلینیک، ښوونځی او نور مهم او اړین ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د مناسب مسکن جوړولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او د منظمو پلانونو د رامنځته کولو له مخې یې ابادوي.