لغمان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۶/۰۹/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې لغمان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه د توپوګرافي سروې ترسره کړه.
ښاغلی حافظ انجنیر لطیف وایي، دغه سروې یې د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ شمکت سیمه کې ترسره کړه.
نوموړی وایي، یاده سروې په 4030.065 جریبه ځمکه کې وشوه چې، نورې چارې به یې راتلونکي کې ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت چې، د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، هڅې یې پیل کړي چې په هر ولایت کې مناسب خمکې سروې او د ښارګوټو جوړولو لپاره چمتو کړي.