په بدخشان کې د عامې روغتیا ریاست له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۹/۱۹
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د عامې روغتیا ریاست له رغنیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي الهي وویل، د دې ریاست د کړکیو د نصب، د دویم پوړ د دروازو او نورې رغنیزې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د چارو په چټکتیا ټينګار وشو، تر څو ټولې چارې په ټاکلي وخت تر سره کړي.