په لوګر ولایت کې د رغنیزې پروژې له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۷/۱۳
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځيو د تعمیرونو د رنکمالۍ له چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي زاهد وویل، دا چې د دې پوهنځیو د رنګمالۍ ټولې چارې پخوا بشپړې شوې وې، خو په ځینو برخو کې ستونزې وې قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې تر څو د ځينو برخو رنکمالي له سره وکړي.
د نوموړي په خبره، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا یو ځل بیا په رنګمالۍ کې ځينې ستونزې په کوته شوې او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو ټولې رغنیزې چارې د شرطپاڼې مطابق تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو ټولې چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره شي.