د استحکام له پل نه تر درونټې تونل پورې د سړک تخریب شوې برخې رغول کیږي

۱۴۴۶/۱/۲۴
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا د کابل جلال اباد عمومي سړک د لغمان ولایت اړوند د تخریب شوي سړک سروې تر سره شوه.
ښاغلي تیلوي وویل، د کابل ـ جلال اباد د لارې په اوږدو کې د استحکام له پل نه تر درونټې تونل پورې د عمومي سړک هغه برخې چې تخریب شوي دي، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا یې سروې او لومړنی براورد تر سره شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د بنسټیزو چارو د ترسره کولو په موخه بېلا بېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د پلي کېدا لپاره اړوندو ادارو ته سپاري، چې بیا د خپلو پلانونو له ښه تطبیق څخه څارنه کوي.