بدخشان کې د یو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه
![badakhshan](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-23_at_1.54.01_pm.jpeg)
۱۴۴۶/۱/۱۷
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د دې ریاست انجنیرانو په د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي الهي وایي، یاد مارکېټ د کشم ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند دی، چې په (۳۹۶) متره مربع ځمکه په درېو پوړونو کې جوړېږي، چې د نظارت چارې یې د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې له ودانیزو پروژو څارنه کوي، تر څو یادې پروژې د پلان او نقشې مطابق سرته ورسېږي.