د اړتیا په صورت کې د جلال اباد لپاره نوی ښار جوړېږي

۱۴۴۵/۱۲/۲۹
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار چې یو ټرانزیټي او مواصلاتي ښار دی، د نفوسو کچه یې ورځ بلې ته مخ پر زیاتېدو ده، خو یاد ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی.
ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د جلال اباد نوي ښار لپاره څلور څلوېښت (۴۴) زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده.
ښاغلی مولوي محمد نبي سعیدي وایي، یاده ځمکه د جلال اباد ښار په ختیځه برخه کې موقعیت لري چې د اته زره (۸۰۰۰) جریبه ځمکې یې د توپوګرافي سروې هم شوې، خو په خبره یې پاتې چارې یې د ځمکې د نه انتقال له کبله په ټپه ولاړې دي.
نوموړی وایي، که یاده چاره ترسره شي، دوی به د نوي ښار لپاره پر لومړنیو اقداماتو کار پیل کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو لپاره منظمه ښاري پراختیا رامنځته کوي او هڅې یې پیل کړي چې د سرپناه برابرولو او د ښارونو جوړولو برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.