د غزني ولایت د مقام اړوند د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۱/۱۷
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د غزني ولایت د مقام اړوند د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي متقي وویل، د مسجد شریف ودانیزې چارې تقریبا په بشپړیدو دي، قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې چارې د شرطپاڼې مطابق مخته یوسي.
په ورته وخت کې د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم د غزني ښار په اول پلان کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وکړه، تر څو چارې د قانون مطابق مخته یوسي.