د نهرسراج ولسوالۍ د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۹/۴
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نیک محمد وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د دې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
د نوموړي په وینا، د نهر سراج ولسوالۍ د اداري تعمیر د دویم پوړ د پایو د سیخ بندۍ چارې روانې دي، چې د دې ریاست تخنیکي ټیم یې له چارو څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه، تر څو د تعمیر چارې د قرارداد پاڼې مطابق مخته یوسي.د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو د پروژو چارې په مسلکي او انجنیري اصولو برابرې تر سره شي.