د کابل په اووه لسمه ناحیه کې د جهان پارک په وړاندې شوې طرحې نظرونه شریک شول

org_admin
Sun, Nov 12 2023 9:43 AM
pic
1445/4/27 د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د دې وزارت د یو شمیر رئیسانو او متخصصینو سره د کابل ښار د اووه لسمې ناحیې د خیرخانې په سیمه کې د جهان پارک په وړاندې شوې طرحې خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړل. دغه ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په لارښوونه جوړه شوې وه، چې د مهندسۍ او لنډسکېپ ریاست مسؤلین، تفصیلي پلانونو، ښاري بیخ بناء، دعوت او ارشاد ریاست او د ښاري چارو محترم مرستیال ته دنده سپارل شوې وه، تر څو د جهان پارک وړاندې شوې طرحه د تخنیکي، فرهنګي او شرعي پلوه وڅېړي. په ناسته کې د جهان پارک په اړه مسؤلینو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د ښاري چارو محترم مرستیال د کابل اوسني وضعیت په اړه یادونه وکړه، چې د پارکونو یا پرانستې فضاء جوړول د خلکو له اساسي حقوقو څخه دي، چې په وینا یې د پارکونو جوړول اړین دي. نوموړي زیاته کړه، د دې پارک د اوبو تامین او د ځمکو د تعدیل په اړه به له کابل ښاروالۍ او یاد شرکت له مسؤلینو سره چې یاد وړاندیز یې کړی خبرې وشي او بیا دې د کابل ښاروالۍ د متخصصینو سره په یوه ګډه ناسته کې د دې طرحې په جزیاتو خبرې وشي او نظرونه دې شریک شي. _____________________ د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️ WhatsApp: https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh Malgari: https://www.malgari.com/?cache=1673066126# YouTube channel: https://www.youtube.com/ Tel: https://t.me/mudh_af Web: https://mudh.gov.af/dr FB page: https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592 نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

5 months 2 weeks ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new