د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د هېواد له لوی درستیز او د بدخشان له والي سره وکتل
۱۴۴۴/۱۰/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د هېواد له ښاغلي لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د بدخشان له ښاغلي والي مولوي امان الدین سره وکتل او په بېلا بېلو مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې د هېواد لوی درستیز او د بدخشان والي د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې د ښاري وضعیت، مسکن او ساختمان برخه کې خبرې وکړې او په دغه برخه کې شته ستونزې یې مطرح کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وویل، ښاري او د مسکن ستونزو ته رسېدنه، پلان جوړونه او د خلکو ستونزو د حل پیدا کول یې د وزارت دندې او کاري لومړیتوبونه دي، چې د نورو ولایتونو ترڅنګ به د بدخشان لپاره هم هڅې وشي.
نوموړي زیاته کړه، د وزارت متخصصین به د سیمو له نږدې کتلو وروسته هلته د شته ستونزو د حل برخه کې اقدام وکړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.