د کور او ښار جوړولو وزارت د 1402 کال د تشکیلاتو په طرحه خبرې او نظرونه شریک شول
1444/07/23
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت د تشکیلاتو د کمیټې له غړو سره د 1402 کال تشکیلات بررسي کړل.
د کور او ښار جوړولو د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په هدایت د دې وزارت د تشکیلاتو کمیټه جوړه شوه چې د یادې کمیټې غړو د څو پرلپسې ناستو وروسته د ریاستو او امریتونو د مسؤلینو په شتون کې د دې وزارت په تشکیلاتو کې د نواقصو په اړه نظرونه تبادله کړل او د مناسبو لارو یې د 1402 کال د تشکیل طرحه ترتیب کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په تشکیلاتو کې د قوانینو او مقراراتو په نظر کې نیولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دې وزارت په تشکیلاتو کې د وظیفوي تداخل مخنیوی دې وشي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.