د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ازموینو ملي کمېټې له مسؤلینو سره ولیدل

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ازموینو ملي کمېټې له راغلي هیئت سره ناسته وکړه او په یو لړ مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې د ازموینو ملې کمېټې هیئت د خپلو ستونزو او وړاندیزونو یادونه وکړه او د یادې ادارې د چارو د لاپرمختګ او شفافیت لپاره یې پر ځینو موضوعاتو بشپړې خبرې وکړې.
هغوی یادونه وکړه چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او په کرایه ځایونو کې اوسېږي چې زیات لګښت پرې راځي چې د دغې ستونزې په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمدالله نعماني د یاد هیئت ستونزې واورېدې چې د همکارۍ ډاډ ترڅنګ یې ورته لارښوونه وړه چې څنګه کولی شي د خپلو ستونزو د ژر حل لپاره لاس په کار شي او بنسټیز کارونه وکړي.