غور ولایت کې د هستوګنیز ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان جوړېږي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۴:۲
غور

۱۴۴۶/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په حکم په غور ولایت کې د یو هستوکنیز ښارګوټي د جوړولو لپاره تفصیلي پلان جوړېږي.

یاد تفصیلي پلان د غور ولایت د محترم والي مولوي احمد شاه دین دوست او په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو د محترم رئیس مولوي غلام یحی ارصاد د غوښتنې پر اساس ترتیبېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني ته دنده وسپارله، تر څو د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو او تخنیکي ټیم سره ناسته وکړي او غور ولایت کې د هستوګنیز ښارګوټي د جوړولو لپاره د تفصیلي پلان پر چمتو کولو کار وکړي.

له دې سره سم، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د سروې، تفصیلي پلان، زیربنا او نورو اړوندو ریاستونو استازو ته دنده وسپارله، چې کاري ټيمونه برابر او د سروې او کروکي په موخه غور ولایت ته ولېږي چې هلته به د والي او د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ته ورته ځمکه په نښه او چارې پیل کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د غور ولایت له محترم مقام او په دې ولایت کې د کور او ښار جوړولو له محترم ریاست غوښتنه وکړه چې د سروې ټیمونو له ورتګ مخکې دې د یادې ځمکې د تصفیې او د اړتیا وړ نور ټول اسناد کابل کې دغه وزارت ته راواستوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

از ساخت و ساز یک محراب مسجد شریف در ولایت هرات نظارت شد

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

محترم انجینر عبدالله اکبری رئیس شهرسازی و مسکن ولایت هرات می گوید که تیم تخنیکی این ریاست از ساخت وساز  مسجد شریف مربوط گمرک تورغندی نظارت کرده است.

محترم انجینر اکبری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

از اعمار مسجد شریف در ولسوالی سیدآباد میدان وردک نظارت گردید

1447/05/10

محترم مولوی عبدالقیوم سیف العمر رییس شهرسازی و مسکن ولایت میدان وردک می‌گوید که تیم تخنیکی این ریاست از اعمار مسجد شریف در ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک نظارت نموده است.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

از ساخت و ساز دیوار احاطوی ریاست صحت عامه در ولایت غزنی نظارت شد

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

محترم مولوی نور ولی بلال متقی رئیس شهرسازی و مسکن ولایت غزنی می گوید که تیم تخنیکی این ریاست از ساخت و ساز پروژه دیوار احاطوی و سایبان ریاست صحت عامه نظارت تخنیکی کرده است.. . .

برگشت به اخبار

وزیر شهرسازی و مسکن

1 week 4 days ago

ما خود را در برابر خدای خود، ملت مسلمان و کشورمان مسئول می دانیم و وظیفه خود می دانیم برای توسعه شهری، توسعه اقتصادی و اجتماعی و حفظ محیط زیست تلاش کنیم. ما متعهد هستیم و تلاش های خود را برای تبدیل وزارت شهرسازی و مسکن به یک وزارتخانه خدماتی و پاسخگو آغاز کرده ایم که همواره در راستای اجرای پروژه های عمرانی و رفاهی و ایجاد شفافیت، مشوق ها و فرصت های شغلی در این زمینه تلاش خواهد کرد.

محترم مولوی نجیب الله حیات حقانی
wazir-image-new