د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۴
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د لومړي پوړ د ستنو کانکریټ اچونه بشپړه شوې، د لومړي پوړ د ګادرونو قالب تړلو چارې روانې دي، او د سپټیک څاه د سیخ تړلو او قالب تړلو چارې هم دوام لري.
یاده څارنه د ساختماني چارو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د پروژې د کاري بهیر د ارزونې په موخه ترسره شوه.
