په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۲۵
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او اغېزمنتیا د ډاډ ترلاسه کولو په موخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یادو څانګو د قالب جوړونې او چت اچونې چارې بشپړې شوې او اوس مهال د پلستر کولو چارې روانې دي. د پروژې ساختماني چارې په منظم، دقیق او ښه ډول دوام لري.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه به د یادې پروژې له چارو څخه د کیفیت د ډاډ او د ساختماني کارونو د معیاري پلي کېدو په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکړي.
