په میمنه ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۴/۱۷
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د تازه جوړېدونکو ودانیو څارنه او تخنیکي ارزونه ترسره کړه.
د دې څارنې پر مهال له یو شمېر تازه جوړېدونکو ودانیو څخه لیدنه وشوه، چې له ډلې یې درې لوړپوړیزې ودانۍ او یوه د واده هوټل د منظورۍ لپاره چمتو شوې نقشه نه لرله.
د تخنیکي ارزونې پر بنسټ، په یادو ودانیو کې د نقشې او اړوندو اصولو د نه مراعات له امله د ښاري سرغړونو د دوام مخنیوی وشو او اړوندې چارې تر قانوني او تخنیکي اصولو لاندې وڅارل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ولایتي ریاستونه د ښاري نظم، د ساختماني چارو د معیاري کېدو او د منظور شوو نقشو له مخې د ودانیو د جوړولو په موخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې خپلې څارنې په دوامداره توګه ترسره کوي.
