د کور او ښار جوړولو وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د جذب لپاره (32) مرکزي او ولایتي بستونه اعلان کړل
Publish Date
Closing Date
Location
درېيم مکروریان، د کور او ښارجوړولو وزارت
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د ښاري پراختیا، ودانیزو چارو او عامه خدمتونو د لا اغېزمنتیا په موخه، د (32) مرکزي او ولایتي خالي بستونو د استخدام پروسه اعلان کړه.
له همدې امله د استخدام په دې پروسه کې د "وړ او اهل کسانو ته دکار سپارلو" اصل ته ځانګړې پاملرنه شوې، ترڅو مهم بستونه د وړتیا، تجربې او مسلکي وړتیا پر بنسټ ډک شي.
یاد بستونه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د وږی میاشتې له 18 نېټې څخه تر 23 مې نېټې پورې د غوښتونکو پر مخ پرانیستي دي.
پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام امریت څخه چې د کابل په درېیم مکروریان کې د ازادۍ مطبعې ته مخامخ موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپارئ.
یادونه: د غوښتنلیک فورمې سره د تابعیت تذکره، تحصیلي اسناد او د کاري تجربو کاپي وړاندې کول اړین دي.
د اعلان شویو بستونو د جدول لینک:
https://drive.google.com/file/d/1rWPo8NPKVpBruBbzdJiBmcWd4qWcsXtf/view?usp=sharing