د حج او اوقافو وزارت د اداري مجتمع د پلان د نهايي کېدو په اړه ناسته ترسره شوه
۱۴۴۸/۳/۶
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب، او ورسره مل پلاوي، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو له معین، محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، سره په کتنه کې د حج او اوقافو وزارت د اداري مجتمع د جوړېدو د پلان په اړه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کابل ښار د ملي بس څلورلارې په سیمه کې پر دوو قطعو ځمکو د حج او اوقافو وزارت لپاره د اداري مجتمع د جوړولو موضوع وڅېړل شوه.
په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یاد اداري مجتمع د جوړولو لپاره لومړني کارونه ترسره شوي او اوس اړتیا ده چې د دې مجتمع تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري نهايي او ویزه شي.
نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت څخه وغوښتل چې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي او د یاد وزارت د اداري مجتمع پلان د تعدیل او تفصیل له پلوه ژر تر ژره نهايي او د ویزې مرحلې ته ورسوي.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین، محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
نوموړي د دغه وزارت عملیاتي کمېټې ته دنده وسپارله چې د انجینري اړخونو، په ځانګړي ډول د تفصیلي پلان او تعدیلاتو اړوند موضوعات، د انجینرانو په مشوره ژر تر ژره حل او پلان د ویزې لپاره چمتو کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې ناسته کې به د کور او ښار جوړولو وزارت د انجینرانو او عملیاتي کمېټې په حضور کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اداري مجتمع د تفصیلي او تعدیلي پلان په اړه هر اړخیز بحث او اغېزمنې مشورې ترسره شي، څو د یاد مجتمع پلان په نهایي ډول بشپړ او منظورۍ ته چمتو شي.
