په کابل ښار کې د اندرابي تاریخي سیمې سروې او ساحوي مطالعات بشپړ شول
۱۴۴۸/۲/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوندې اندرابي تاریخي سیمې د سروې او ساحوي مطالعاتو بهیر بشپړ کړ.
یادې سروې او مطالعات د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او مستند کولو په موخه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.
د سروې او مطالعاتو په بهیر کې د سیمې تاریخي ودانۍ، د ځمکو د کارونې څرنګوالی، کوڅې او سړکونه په دقیق ډول تثبیت او وڅېړل شول.
همدارنګه، د سیمې جغرافیایي موقعیتونه ثبت، له تاریخي ودانیو او ساحو څخه تخنیکي انځورونه واخیستل شول او د ځایي اوسېدونکو له لارې د پوښتنلیکونو، مخامخ مرکو او خبرو د ثبت په وسیله د سیمې د تاریخي مخینې، اوسني وضعیت او د خلکو د نظرونو په اړه اړین معلومات راټول شول.
د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست وایي، راټول شوي معلومات به د اندرابي تاریخي سیمې د ساتنې، مدیریت او دوامدارې پراختیا لپاره د تخصصي نقشو او علمي پلانونو د جوړولو بنسټ جوړ کړي. د اړوندو نقشو د ترتیب او وروستي کولو بهیر هم د بشپړېدو په وروستیو پړاوونو کې قرار لري.
د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د اندرابي سیمې له اوسېدونکو څخه د سروې او ساحوي مطالعاتو پر مهال د همکارۍ له امله مننه کوي او ټینګار کوي چې د هېواد د ارزښتمنو تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه به علمي او تخنیکي پروګرامونه لا هم دوام ولري.
