د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپخانې د ښوونځي د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۲
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست اړوند د پمپخانې د ښوونځي د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال ولیدل شول چې د یادې پروژې د چت د کانکریټي سلب د سیخ تړلو چارې روانې دي، چې د منظور شوو تخنیکي نقشو او پلانونو له مخې پر مخ وړل کېږي.
د څارنې ټیم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو نقشو، د کاري حجمونو د اټکل، د تدارکاتي شرطپاڼې او نافذه انجنیرۍ معیارونو سره سم ترسره کړي.
