د لوی نظارت د الحاقیې ودانۍ او د مخابراتو وزارت د جومات د پروژو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۲/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لوی نظارت د ودانۍ د الحاقیې او د مخابراتو محترم وزارت د جومات د ودانۍ له پروژو څخه څارنه وکړه.
د لوی نظارت د ودانۍ د الحاقیې په پروژه کې د زینو د ډبرو اېښودل، تبنګ، داخلي او خارجي رنګمالي او د سرامیکو د اېښودو چارې روانې وې.
دغه راز، د مخابراتو محترم وزارت د جومات په پروژه کې بیا د تبنګ ډبرو اېښودل، د لومړي پوړ دویم پړاو پلسترول، د ګنبد لاندې خښتې اېښودل او د محراب د بیم کانکرېټ اچولو چارې وڅارل شوې.
ورپسې، د موټرو په تمځای کې له سیخ پرته د کانکرېټ اچولو اووه ورځنۍ فشاري ازموینه ترسره شوه.
